د عربستان اړونده مسئولان په څه دپاسه ۶۷ژبو کې ترجمه اوهدیه شوؤ قرآنونو د ویشلو پلان په هغو حاجیانو کې چې دوحي له ټاټوبی بیرته ګرځي ،ویشل کیږي .
ایکنا خبری آژانس د الاهرام له قوله راپور راکړ ، دعربستان د اسلامی چارو د وزارت له خوا سږکال په حاجیانو باندې په څه دپاسه ۶۷ژبو کې ترجمه او هدیه شوي د یومیلیون قرآنونو د ویشلو پلان د چنګاښ دمیاشتې تر وروستیو پورې دوام لري .
په راپور کې وئيل شوي دي ، هغو ټولو حاجیانو ته چې د وحي له ټاټوبي د مځکې ، هوا او سمندر له لارې خپلو ټاټوبو ته خوځيږي . یوقرآن کریم ورته د هدئې په توګه ورکول کیږي .